ټولنه

د فرخار- ورسج سړک ډېر پرانيستل کېږي

کابل / د زمري ۱۲مه / باختر
په تخار کې د فرخار- ورسج سړک د جوړولو او قيرکولو کار مخ په بشپړېدو دى.
ټاکل شوې ده دغه سړک تر راتلونکو دوه مياشتو پورې ګټې اخيستني ته وسپارل شي.
د فرخار – ورسج سړک ١٢ کيلومتره اوږدوالي او ۵ متره سور لري او د بغلان او تخار د نښلولو لپاره ډېره نږدې لاره ده.
دغه سړک د تخار- فرخار او ورسج ولسوالۍ د بغلان له ګذرګاه نور فرنګ او خوست ولسواليو او عمومي سړک سره نښلوي.
د تخار د فوايد عامې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک په پرانیستلو سره به خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته