ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام د ٢٦ ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .

کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
په جوزجان ولايت کې څه دپاسه نهه زره کورنيو دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ.
ددغو پروژو کار د ٤٢ مليونو ٧٦٥ زرو افغانيو په لګښت دجوزجان ولايت ددرزاب، اقچې  ، خانقا ، او دخواجه دوکوپه ولسواليو کې بشپړ او دخلکوداستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې دروغتيايي کلينيکونو دودانيو، دپنځه ټولګيزښوونځي  دودانۍ، ټولنيزو مرکزونو ، محافظوي  او استنادي ډيوالونو او دکرنيزو اوبو دکانالونو جوړول ،  دسړکونو دغاړو  دويالو پخول، دشپږوکليو لپاره دڅښاک دروغتيايي  اوبو دشبکو غځول اودلاسي بمبو  ددرولو سره دنيمه ژورو څاګانو کيندل شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په جوزجان ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٥١٢ کلي دملي پيوستون  دپروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي  او اوس ١٦٢٨ پروژې په بيلابيلو برخوکې بشپړې او دخلکو داستفادې وړ  ګرځولې دي .
ددغو پروژو لګښت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون دپروګرام  له خوا ورکړ شوى دى او دکار په بشپړيدو کې دسيمې خلکو هم په سلو کې  لس ونډه اخستې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته