امنیت

يو بم ايښودونکى طالب په هلمند کې دخپل ماين قرباني شو

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

په هلمندولايت کې يو ماين ايښودونکى طالب دخپل ماين دچاودنې له امله ووژ ل شو.

دغه پيښه تيره شپه  دموسي قلعه ولسوالۍ په زردريګي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دغه ماين ايښودنکى غوښتل په عمومي لاره کې ماين ښخ کړى

دهلمنددوالي ويندوى داوود احمدي باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې په خپله ماين ايښو دونکى ووژل شو  خوملکي وګړو ته زيان نه دي رسيدلي .

ديوبل خبرله مخې دوه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .

دغه نښته نن سهار  دنوزاد ولسوالۍ  په يوه اړونده سيمه کې له هغه وروسته رامنځته شوه  چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان پوځيانو دګزمې په ټيم بريد وکړ.

دهلمند دوالي ويندوى داوود احمدي  باختراژانس ته وويل چې په دي نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودپوليسو يو سرتيرى ټپي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته