اقتصاد

د کابل د نوي ښار په پرمختيا سره دالسکان ښارګوټى هم د بنسټيزې پرمختيا له ښګڼو څخه ګټه اخلي .

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١ :
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت او دکابل د نوى ښار دپرمختيا دمستقل بورد ترمنځ دګډې کاري  همکارۍ موافقه ليک نن لاس ليک شو .
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت دپلان او پاليسۍ معين فضل احمدعظيمي چې ددغه موافقه ليک دلاسليکولو په مراسمو کې خبرې کولې هغو افغانانو ته دکورونو جوړول چې له بهرنيو هيوادونو څخه افغانستان ته راستيږ ي يوه ستره اړتيا وبلله او دمهاجرينو د راستنولو دچارو له وزارت سره په همغږۍ کې يې دنورو دولتي او غير دولتي ادارو دهلو ځلو په دوام باندې ټينګار  وکړ.
عظيمي زياته کړه ،  دکابل دنوې ښار د پرمختيا له  خپلواک بورد سره دغه موافقه ليک  د راستيدونکو دالسکان ښارګوټې دانډوليزې پرمختيا په مقصد لاسليک کيږي  او هيله کيږي چې دګډو پروګرامونو له تطبيق وروسته دغه  دوه   مرکزونه وکولاى شي په دغه ښارګوټې کې ميشتو مهاجرينو ته هم د  ژوندانه ښيې زمينې برابرې شي.
دمهاجرينو د راستنولو دچارو وزارت دپلان او پاليسي معين زياته کړه  د السکان ښارګوټى څه دپاسه پنځه زره جريبه مساحت لري  چې دکابل له نوى ښار په ګاونډ کې جوړيږي.
د ده دڅرګندونو له مخې  : هغه پرمختيايي اقدامات چې په دې سيمه کې دکابل دنوې ښار دچمتو کولو لپاره ترسره کيږي کولاى شي ددغه ښارګوټې اوسيدونکو ته هم ښه فرصتونه برابر کړي .
له بلې خوا هم په دې غونډه کې دکابل دنوي ښار دپرمختيا د ادارې اجرائيوي رييس انجينير غلام سخي حسن زاده وويل :  دکابل دنوي ماستر پلان په تطبيق سره  ددغه ښارګوټي ټول جوړښتونه او عامه آسانتياوې احيا کيږي او  د راستنو شويو مهاجرينو د ښارګوټي اوسيدونکو ته په معياري ښاري خدمتونه برابر شي .
دحسن زاده دڅرګندونو له مخې  :  لاسليک شوى  موافقه ليک ددولتي بنسټوتو
ترمنځ  په ګډو وظيفوي وختونو کې کاري دندې او صلاحيتونه مشخصې کړي .
حسن زاده  ددغه موافقه ليک اساسي هدف دفعاليتونو دتکرار بيلابيل وختونو کې د نيمګړتياو درامنځته کيدو  او دکابل دنوى ښار د ماستر پلان دتطبيق په پړاونو کې د وظيفوي تداخل مخنيوى  وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته