اقتصاد

د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم پرانیستل شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې١
د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم نن د مالیې وزارت د عوایدو د لوی ریاست له خوا په سرینا هوټل کې د رسنیو په وړاندې پرانیستل شو.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ډاکټرنجیب الله وردګ، د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم یو نېک ګام وباله او زیاته یې کړه، نوموړی سیستم به د پروسو د ګړندي کولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې را منځ ته کړي او د مالیې وزارت په لومړیتوبونو کې یو هم د اداري پروسو په برخه کې د اغېزمنتوب را منځ ته کول دي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرست خان جان الکوزي وویل: موږ د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د خدمتونو برېښنایي سیستم له پرانیستې ملاتړ کوو، دا  سیستم به سترو مالیه ورکوونکو ته اسانتیاوې رامنځته او د فساد کچه به را ټېټه کړي.
ده زیاته کړه چې دغه سیستم به د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ په همغږۍ کې ښه رول ولوبوي.
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې رئیس شېرباز کمین زاده، د اداري فساد د کمولو په برخه کې د مالیې وزارت دا ګام اغېزمن وباله او هرکلی وکړ.
د یادونې وړده، چې د سترو مالیه ورکوونکو لپاره د برېښنایي خدمتونو سیستم ټول سندونه او معلومات په ډېټابیس کې په دقیقه توګه خوندي کوي او د مراجعینو د بروکراسي او وخت ضایع کولو مخه به نیسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته