سیاست

حامدکرزى : دښمنان دپرديو په لارښوونه دخلکو ترمنځ دتفرقې دپيداکولو هلې ځلې کوي .

کابل باختر  دزمري ١١:
دافغانستان پخواني جمهور رييس حامدکرزي دهرات ښار په جواديه جومات کې  په لمونځ کوونکو تروريستي بريد دټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونوپرخلاف وباله  او هغه يې  په ډيرو سختو الفاظو وغانده .
  دپخواني جمهور رييس مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، پخواني جمهور رييس دغه پيښه  دافغانانو ترمنځ د تفرقې دپيداکولو او دهېواد او سيمې  د بې ثباته کولو لپاره  دافغانستان دسولې او ټيکاو ددښمنانو  د هلوځلو او دسيسو  څرګنده  نښه نښانه وبلله او ويې ويل  موږ بايد  خبر واوسو او په دې پوه شو چې  دغه شان بريدونه  دپرديو په لارښوونه  او دهغوى  دګټو دتامينولو لپاره ترسره کيږي  او لازمه ده چې له بل هر وخت څخه زيات  په بشپړ دقت او هوښيارۍ سره  دافغانستان دخلکو ترمنځ ديو والي او اتفاق دپياوړتيا لپاره  کار وکړو  اوناوړو موخو ته  دمغرضينو درسيدو مخه ونيسو .
  حامدکرزي  دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ددغې زړه بوږ نوونکي پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر او ټپيانو ته دبيا روغتيا هيله وکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته