کابل باختر دوږي دمياشتې ٨ :
په بادغيس ولايت کې ٦ زره ١٧٦ کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له آسانتياوو څخه ګټه واخسته.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکورياست باختر آژانس ته خبر ورکړ : د ٢٩ مليونو ٦٠٦ زرو افغانيو په لګښت د ملي پيوستون د پروګرام د ٢٨ ټولګټو پروژو کار د بادغيس ولايت د قادس او قلعه نو په ولسواليو کې بشپړ شوى او دخلکو د استفادې وړ ګرځيدلې دي.
په دغو پروژوکې دڅښاک د روغتيايي اوبو د زيرمو، استنادي او محافظوي ديوالونه، د کرنيزو اوبو د کانال او د پلګوټو جوړول، د اوبو رسولو د شبکو غځول، د ټولنيزو مرکزونو جوړول ، د سړکونو جوړول او کريړ اچول او د لاسي بمبو په درولو سره د څښاک د روغتيايي اوبو د څاګانو کيندل شامل دي.
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په بادغيس ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تر اوسه پورې د ترانسپورت، د اوبو رسولو د شبکې، د بريښنا انرژۍ، د اوبو لګولو دکانال ، روزنې او ژوندانه په برخوکې د يوزرو شپږ سوه اووه ديرشو پرمختيايي پروژو کار بشپړ کړى او د خلکو د استفادې وړ ګرځولې دي.
0 1 دقیقه لوستل