سیاست

له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه راګډه شوې کورنۍ له دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۲۸ مه
د پکتيکا ولایت په برملې ولسوالۍ کې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه رابې ځايه شوې کورنۍ له دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي او وايي چې د ژمي په رارسېدو سره د ژوند له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د شمالي وزيرستان څخه يوه تن راغلي کډوال عبدالحکيم د عبدالحکيم په نامه د شمالي وزيرستان څخه راغلي کډوال د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې پنځه کاله مخکې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه د پاکستان پوځ د عملياتو له امله ۲۵ زره کورنۍ د افغانستان د برملې ولسوالۍ ته را بې ځايه شوې دي.
هغه زياته کړه چې هغه وخت د افغان دولت او نورو خيريه موسیسو له لوري ور سره هرډول مرستې او همکارۍ کېدې خو په دې وروستيو کلونو کې د مرستو لړۍ پڅه شوې ده.
هغه وايي اوسمهال په برملې ولسوالۍ کې  نهه زره بې ځایه شوې کورنۍ مېشتې دي چې د خوراکي توکو له کمښت، د اوسېدو د مناسب ځای د نه شتون، د روغتيايي خدمتونو او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي او بېړني لاس نيوي ته اړتيا لري.
د کډوالو يوه بل تن شېرداد وزير بیا وايي چې له يوې خوا له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه راغلي کډوال د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي او بل پلو د ژمي راتګ د دوی ستونزې څو چنده زياتې کړي دي.
هغه هم له افغان دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ځوان پارلمان استازي عبدالحق فقيرزاده بيا وويل چې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه راغلي کډوال او په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله دبې ځايه شويو کورنيو شمېر زيات دی.
د هغه په خبره چې دولت دې د ژمي تر راتلو وړاندې له بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې او همکارۍ وکړي،څو په ژمي کې د انساني ناورين مخه ونيول شي.
هاخوا بيا د پکتیکا ولایت د والي وياند محمد الرحمن اياز وايي چې ۸۰۰۰ کورنۍ له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه را کډه شوې او ۳۰۵۰ کورنۍ د داخلي جګړو له امله بې ځايه شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د کال په اوږدو کې ور سره د مهاجرينو او طبعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رياستونو له لارې د خوراکي او غيرې خوراکي تو کو مرستې شوي او د يوه منظم پلان له مخې به ژمنۍ مرستې هم ورباندې و وېشل شي.
د يادونې وړده چې په ګوملې ولسوالۍ کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ په د يوې مياشتينۍ جګړې له امله نږدې پنځه زره کورنۍ بې ځايه شوې وې چې ۲۰۰۰ يې لا هم خپلو سيمو ته نه دي ستنې شوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته