-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
د بلخ اوکندز د ولايتونو ځوانانو په يوې ويديويي غونډه کې په هېواد کې د سولې په پروګرا م او دهېواد په پرمختيا کې د ځوانانو د رول په باب خبرې اترې وکړې .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په دې پروګرام کې برخه والو د سولې په ټينګښت کې د ځوانانو د رول په برخه کې خپلې طرحې پيشنهادونه اوپروګرامونه ولوستل او له دولت څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې اوامنيت په برخو کې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي .
د بلخ د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د ځوانانود چارو مسوول سلطان محمد توخي ځوانان د ټولنې فعال اوپياوړي ځواک وبلل اوويې ويل چې نن د جګړې زيات بار د هېواد د ځوانانو پراوږو دي .
هغه له ځوانانو وغوښتل چې په هېواد کې د سولې او امنيت دټينګښت په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي .
دکندز د ځوانانو د چاروآمر خداداد مرادي وويل چې د هېواد ځوانان د جګړې زيات زيان زغمي اوهر ځوان چې د جګړې له امله وژل کېږي د دغه هېواد راتلونکې جوړونکي دى او د دغې ستونزې د ژغورنې يواځنى لاره په هېوادکې سوله او روغه جوړه ده.
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل