سیاست

جمهوررئیس غني د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له معین سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د کابل پروسې د کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له معین احمد یلدز سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، ښاغلي احمد یلدز په کابل کې د وروستۍ تروریستي پېښې په اړه د ترکیې د حکومت او خلکو په استازیتوب د تسلیت او خواخوږۍ مراتب جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته څرګند کړل.
هغه د کابل پروسې ناسته د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره مهمه او د سولې راوستو په برخه کې ښه پيل وباله‎ او د خپل هېواد په استازیتوب یې له هغې ملاتړ څرګند او په افغانستان کې یې د سولې او ثبات په اړه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ. 
جمهوررئیس غني د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د معین احمدیلدز له تسلیت او د کابل پروسې په ناسته کې له ګډون څخه مننه وکړه او په افغانستان او سیمه کې يې د سولې او ثبات په برخه کې د دغه هېواد رول مهم وباله.
جمهوررئیس غني تروریستي ګروپونه د سیمې لپاره یو ستر خطر او ګواښ وباله او د دغه ګواښ د شنډولو لپاره یې د هغو په ضد په ګډې مبارزې او همکارۍ ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د هېوادونو ترمنځ سیمه ‌ییزې همکارۍ ته په اشارې وویل، افغانستان د ترکمنستان، ازبکستان او ایران سره د رېل پټلۍ له لارې وصل شوی دی او افغانستان به  ژر د لاجوردو د لارې په پرانیستو سره د ترکمنستان او اذربایجان له لارې ترکیې سره هم وصل شي چې دا به د سیمې د اقتصادي او سوداګریزې ودې لامل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته