ټولنه

په قندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ټپيان شول .

-کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
په قندهار ولايت کې  ديوې ترافيکي پيښې له امله يو ماشوم ووژل شو او اووه تنه ملکي  وګړي ټپيان شول .
دقندهار  ولايت ويندوى صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه  تيرماښام ددامان ولسوالۍ دتورکوتل په ساحه کې  هغه وخت  وشو چې يو فلانکوچ  موټر  له يوه صرف  موټر  سره ټکر وکړ او له امله يې يو ماشوم ووژل شو او اووه تنه نور يې ددواړو موټرو سپرلۍ وې  ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې،ددغې پيښې ټپيان دقندهار ولايت دميرويس  روغتون ته ليږدول شوي  او دروغتون دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونو له مخې  دڅلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته