ټولنه

دبدخشان له مصيبت ځپلو کسانو سره دمرستو دوام .

کابل باختر دثور شپږ ويشتمه :
په قطر کې  ميشتو افغانانو دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ له زيانمنوشويو کسانو سره دڅه دپاسه دوه نيمو مليونو افغانيو مرسته وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، په قطر کې ميشتو افغان مهاجرينو په دوحه کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت په همکارۍ دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ داب باريک  دکلي له مصيبت ځپلو کسانوسره دپنځوسو زرو امريکايي ډالرو مرسته وکړه .
ددغو مرستو زياته برخه په قطر کې ميشتو خوستيانو کړې ده
دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي کې دځمکې ښوييدونې له امله نږدې درې سوه کورونه ويجاړه  او په سلګونو تنه ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته