سیاست

دجمهوري رياست د انتخاباتو دريم کانديد نوم ثبت کړ

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
فضل الکريم نجيمي نن د جمهورى رياست د انتخاباتو د دريم کانديد په توګه نوم ثبت کړ.
دباختر آژانس خبريال جاوديد روشان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون له مقر څخه وايي: فضل الکريم د جمهوري رياست د انتخاباتو دخپلواک کانديد په توګه نوم ثبت کړ.
ده صابر تمکين د خپل لومړي مرستيال او د سوسن حاجتي په نامه يوه ميرمن يې د خپل دويم مرستيال په توګه معرفي کړى دى.
له ښاغلي نجيمي څخه مخکې بسم الله شير او ډاکتر عبدالله عبدالله د جمهوري رياست دکانديدپه توګه خپل نومونه ثبت کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته