سیاست

جمهوررئیس غني: زموږ اوبه باید د طبیعي پانګې په توګه مدیریت شي

کابل باختر د مرغومي  اتلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ځمکو، اوبو او چاپیریال عالي شورا غونډه کې د اوبو پر مدیریت، اوبولګولو او د اوبو رسولو پر عمومي وضعیت بحث او خبرې وشوې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه په پیل کې د انرژۍ او اوبو وزارت معین انجنیر خان محمد تکل د اوبو د سرچینو د غوره  مدیریت په برخه کې ملي موخو ته د رسېدو د څلورو پړاونو، د هېواد د اوبو د وضعیت د تحلیل او د اوبو د مدیریت پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معین حشمت الله غفوري د اوبو لګولو د مدیریت او په دې برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د کلیودبياجوړولواوپراختیا وزارت د ساحوي انسجام پروګرام سرپرست بریالي هلالي د اوبو د سکتور او اوبو اړوند پروژو په برخه کې د دغه وزارت د کړنو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.
همدارنګه د اوبو رسولو لوی رئیس انجینر حمیدالله یلاني د اوبورسولو او فاضلابو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي، د کلیودبياجوړولواوپراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي او د جمهوررئیس سلاکار محمد امین کریم د اوبو د غوره مدیریت په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
جمهوررئیس غني وویل: د هېواد د اوبو د وضعیت په اړه موجود معلومات په دغه سکتور کې د استعجالیت ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړه، د اوبو د مدیریت په برخه کې شوي کارونه د اړوندو ادارو همغږي ښیي، خو کافي نه دي او د اوبو د مدیریت په برخه کې باید لا زیاتې او بېړنۍ هڅې وشي.
جمهوررئیس وویل، پر داسې یوې ملي طرحې باید کار وشي چې زیات فعالیتونه منسجم کړي او په لنډ وخت کې ښې پایلې ولري.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه: اوس هم عامه ذهنیت داسې انګېري چې د اوبو وضعیت ثابت دی، په داسې حال کې چې اقلیمي بدلونونو ته په کتو د اوبو وضعیت بدلون موندلی.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ باید د اوبو د مدیریت لپاره په ملي کچه واضح لیدلوری ولرو او دغه راز د لارې اساسي نقشې ته هم اړتیا شته، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې واضح پرمختګونه وشي.
جمهوررئیس وویل، په هېواد کې ۹۰سلنه د ځمکو خړوبول په دودیزه توګه دي او اقلیمي بدلون دغه برخه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.
جمهوررئیس غني د طبیعي پانګې په توګه د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ وې ویل، دولت باید خلک د اوبو مدیریت، د کانالونو، اوبو او نورو سرچینو په ساتنه کې شریک کړي، ترڅو په راتلونکو کلونو کې د وچکالۍ له زیاتېدو سره د اوبو له سرچینو څخه اغيزمنه استفاده وکړو.#پاى- فصل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته