سیاست

په سويډن کې دافغانستان سفارت پرانستل کيږي.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٥
په دې نږدې وختو کې دسويډن په مرکز استاکهلم کې دافغانستان سفارت پرانستل کيږي.
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى  جانان موسي زي  پرون په يوه خبري ناسته کې ددغه مطلب په ويلو سره وويل :  چې په سويډن کې  دافغانستان دسفارت پرانستل کولاى شي په بيلابيلو برخو کې د دوو هيوادونو ترمنځ هر اړخيزې اړيکې پراخې کړى .
ده وويل :  دسويډن د دفاع وزير  چې اوس په کابل کې  دى  دبهرنيو چارو وزارت  سياسي  معين دغه موضوع دسويډن له دفاع معين سره په کتنه کې طرحه کړې ده .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  سويډن  له ٢٠٠٢ کال را په دې خوا اووه ميليونه ډالره دافغانستان په بياجوړونه  کې مرسته کړې ده  .
دغه راز سويډن دتوکيو په کنفرانس کې ژمنه کړې ده چې له  ٢٠١٤ کال وروسته .به  دلسو کلونو لپاره په کال کې سل ميليونه ډالره افغانستان سره مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته