امنیت

په دشت ارچې کې طالبانو ته دسر زيات زيان اوښتى دى .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ دبيرته نيولو دعملياتوپه   بهير کې وژل شوي دي .
دغه عمليات پرون پيل شول او ددشت ارچي ولسوالۍ  بيرته  ددولت له خوا ونيول شوه . او امنيتي ځواکونه  د ولسوالۍ  دمرکز په لور  دپرمختګ په حال کې دي .
په هغې اعلاميې کې چې دکندز ولايت  دمقام له خوا دباختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي  ، چې له وسله والو طالبانو څخه په بشپړه ټوګه ددشت ارچي ولسوالۍ د بيرته نيولو عمليات دوام لري .  او دجګړو په بهير کې  شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي  او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
  په اعلاميه کې دڅلورو تنو سرتيرو دټپي کيدو خبر هم ورکړ شوى  دى .
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې  ددغو عملياتوپه بهيرکې ملکي وګړو ته زيان نه دى  اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته