ښوونه او روزنه

دنړۍ دپوهنتونونو ژمني سيالى په آلماتا کې ترسره کيږي.

کابل –باختر د سلواغې دمياشتې ٨
دنړۍ دپوهنتونونو دورزشي فدراسيونونو د رييسانو غونډه دقزاقستان په آلماتا ښارکې د ژمنيو سياليو دترسره کولو دتيارى په مقصد جوړه شوه .
دلوړو زده کړو وزارت يو خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې غونډه کې چې دافغانستان دپوهنتونونو دورزشي فدراسيونونو دمشرتابه هيئت په ګډون دنړۍ د ٦٤ هيوادونو دورزشي فدراسيونونو رييسانو پکې ګډون کړي و دفيسوريس دنړۍ دپوهنتونونو دورزشي فدراسيونونو او په آلماتا کې يې د فيسو د ژمنيو سياليو دترسره کولو درول په باب خبرې وکړې او هغه يې د نړۍ دملتونو داتحاد ، دمحصلانو دودې او دمحصلانو ترمنځ دورزشي استعدادونو دتشخيصولو په لاره کې اغيزمن وبلل او د فدراسيون دغړو دګډون او ددغو سياليو دترسره کولو په خاطريې له قزاقستان څخه مننه او قدرداني وکړه او دبرخه والو هيوادونو لست چې افغانستان يې په سرکې دى مشخص شو .
ديادونې وړ ده چې له افغانستان څخه په دغو سياليو کې دوه تنه نجونو او يو نارينه داسکى په برخه کې دباميانو له ولايت څخه ګډون کړى دى .
ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دجنوري په ٢٩ نيټه پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته