سیاست

تبصره

کابل باختر د لړم لسمه :
دافغانستان لپاره د استانبول  د بهير تر عنوان لاندې څلورمه سيمه ييزه غونډه چې د چين په بيجينګ کې جوړه شوه؛ له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د بشپړ ملاتړ په لاره کې يو څرګند پيغام لري.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
  په دې وروستيو وختوکې د افغانستان لپاره د استانبول د بهير تر عنوان لاندې  څلورمه سيمه ييزه غونډه د نړۍ د يو زيات شمېر هيوادونو او جګپوړو استازو په ګډون د چين د ولسي جمهوريت په کوربه توب دچين په بيجينګ ښارکې جوړه شوه.
دا د استانبول  د بهير دريمه غونډه ده چې په هغې  کې هلې ځلې  کيږي  چې د افغانستان د ستونزو د حل کولو لاره د هغې په سيمه ييزو اړخونوکې ولټول شي او د سيمې هيوادونه په همغږۍ او د نظر په يو والي سره د هغو ستونزو د حل کولو په لټه کې  شي چې د افغانستان خلک ورسره لاس او ګريوان دي. البته هغه ستونزې چې بهرني اړخونه لري اوحل کول يې په سيمه ييزې همکارۍ کې شونې دي.
په دې کنفرانس کې د چين د ولسي جمهوريت صدراعظم په افغانستان کې سوله او د ثبات اعاده کول نه يواځې د افغانستان د خلکو اړتيا وبلله؛ بلکې دا کار يې يوسيمه ييز ضرورت وباله او په دې ټکى باندې يې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې له بهير سره د سيمې د هيوادونوهمکارۍ د يوې باثباته سيمې زيرى ورکوي او داپه خپله به د يوې اقتصادي ودې تضمينوونکي وي.
ښاغلي لي کيکانګ څرګنده کړه چې دغه کنفرانس کولاى شي دافغانستان له نوي حکومت سره د سيمې د هيوادونو او د نړيوالي ټولنې د بشپړ ملاتړ په لاره کې  يو روښانه پيغام وي او هغوى يوځل بيا د سولې د تامينولو او د افغانستان د بيا جوړولو په خاطر خپله اوږدمهاله ژمنه څرګنده کړي .
سيمه ئيزه همکاري او همغږي د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت په بهرني سياست کې د کاري لومړيتوب او شاخص  يوه برخه ده؛ خو دغه هدف هغه وخت ترلاسه کيداى شي چې په عمل کې صداقت رامنځته شي او په لومړي ګام کې ټول په سيمه ئيزې سولې په تېره بيا په افغانستان کې په سولې ژمنتوب ولري.
  په هيوادکې سوله چې په نورو هيوادونوکې د ثبات تضمينوونکي او ملاتړ کوونکي ده او د وروستيو کلونو پرمختياوو وښودله چې سيمه ييزه سوله اوامنيت آن نړيواله سوله اوثبات په افغانستان کې دثبات اوامنيت تر اغيزې لاندې دى او په همدې دليل دى چې د افغانستان دولت په لومړي ګام کې په هيواد کې د سولې په اعاده کولو باندې ټينګار کوي او د سيمې له هيوادونو څخه غواړي چې په دې لاره کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي.
لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د چين په بيجينګ  ښار کې د استانبول  د بهير په وروستۍ غونډه کې يوځل بيا له وسله والو مخالفينو څخه وغوښتل چې د سولې د بهير هرکلي وکړي او په بين الافغاني  خبروکې دې ګډون وکړي .
دجمهور رييس غني په خبروکې د تمرکز وړ ټکى  دا دى چې  ده له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي  چې دافغانانو  په مشرۍ دې  د سولې د بهير ملاتړ وکړي .
دسياسي کارپوهانو په باور: په دغو خبروکې زياتې خبرې نغښتې  دي. که چيرې دافغانانو په چاروکې لاسوهنه ونه شي؛ هغو د ورونو په شان ګډه ژبه او ګډ فرهنګ لري او ډير ژر کولاى شي يوبل درک کړي. خو له بده مرغه  په تيرو وختونوکې هغه کسان چې په افغانستان کې سوله يې له خپلوګټو  سره سمه نه ده ليدلې؛ ددغه بهير د ګډوډولو په لټه کې دي.  په داسې حال کې  چې افغانان د دغه بهير په نسبت په پراخ نظر ګوري.
لکه څنګه چې غواړي پردي د دوى له هيواد او خاورې څخه په دوى بريدونه کړي؛ دوى هم اجازه نه ورکوي چې په خاورې يې دبل هيواد له خوا تر ګواښ لاندې ونيول شي.
د سولي په نسبت د افغانانو نظر د يوې سوکاله او باثباته ټولنې جوړول دي چې په هغې به ټولنيزه او سيمه ييزه برابرۍ اعاده شي  .
په داسې حال کې چې د دغه بهير ګډودونکي، د قضيې  برعکس فکر کوي او په هغې کې خپله لوړتيا غوښتنه لټوي. 
د زمانې تګلوري او د اوسنيو شرايطو اړتيا په داسې ډول ده چې بايد سوله د يو طرفه واټ په توګه تعريف نه شي. يعنې يو لورى ورسره ژمن وي او ټينګار پرې وکړي  او نور اړخونه په ماجرا غوښتنو لاس پورې کړي. سوله بايد د برابرۍ، متقابل درک او د ملي ګټو د رعايتولو پربنسټ وي .
هغه خبره چې بايد طالبان او نور وسله وال اړخونه په پام کې ونيسي او د افغانستان د دولت بلنې ته د ملي بلنې په توګه ځواب ووايي چې له يوې خوا ملي هويت او ارزښتونه د پرديو له لوټولو څخه وساتل شي او له بلې خوا تاريخ په راتلوونکي کې په دې نسبت ښه تعبير  او تفسير ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته