ټولنه

په کندز کې اړو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل / د غويي ٢ مه / باختر
یو زرو ٦٠٠ اړو کورنیو پرون په کندز کې خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجي او بوره شامله ده چې د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دغه ولایت د رهبرۍ په همغږۍ او د سوداګرو په همکارۍ سره پر اړو کورنیو چې په قرنطین کې له ستونزو سره مخ دي؛ ووېشلې.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي د سوداګرو له بشر دوستانه همکاريو څخه قدرداني وکړه او له نورو خیر غوښتونکو څخه وغوښتل چې په دغو حساسو شرایطو کې د اړو کسانو لاس ونیسي چې له یوې خوا په هېواد کې جګړه دوام لري او له بلې خوا د کرونا ویروس د خلکو ژوند ګواښوي.
نعیمي زیاته کړه: پر اړو کسانو د مرستې د وېش بهیر دوام لري.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته