ورزش

سير بهادر زاده خپل امريکايي سيال ته ماتې ورکړه .

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٧
د رزمي ورزشونو اتل سير بهادر زاده تيره شپه خپل امريکايي سيال ته ماتې ورکړه .دباختر آژانس دخبرله مخې : ددغو دوو تنو ورزشکارانو ترمنځ لوبه چې دامريکا په لاس وګاس ښارکې ترسره شوه سير بهادر زاده وکولاى شول خپل امريکايي سيال په دريم پړاو کې په فني ګوزارونو سره ماتې ته اړ کړي او په دې لوبه کې بريالى شي.
سير بهادر زاده تراوسه پورې په کاناډا کې ديارلس لوبې ترسره کړې دي چې په  نهو لوبو کې بريالى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته