سیاست

د راتلونکې عيسوي کال د جنوري دمياشتې په لومړيو وختوکې دافغانستان او د امريکا د متحده ايالاتو د جمهورو رييسانو دکتنې پروګرام

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٧ :
د راتلونکې عيسوي کال د جنوري دمياشتې په لومړيو وختوکې دافغانستان  او د امريکا د متحده ايالاتو د جمهورو رييسانو دکتنې پروګرام  جوړشوى دى او داپه داسې حال کې ده چې حامدکرزي د دغو خبرو په درشل کې دهېوادله جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره مشورتي غونډه جوړه کړه چې د هيواد د روانو مسلو په باب دهغوي نظر اوسلامشورې له ځان سره ولري .
د باختراژانس مبصرليکي :
په افغانستان کې دسياسي پيښو اوپرمختياو بهير په وروستيو مياشتو او ورځو کې ګړندي شوي دي او د سولې د تامينولوپه لاره کې د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د دولت هلې ځلې جدي شوى دى چې افغانستان له ٢٠١٤ م کال وروسته د يو خوندي او باثباته هيوادپه توګه څرگندشي، ځکه له هيواد څخه بهر ځينې سياسي  ټولنې او کړى د افغانستان راتلوونکې له انديښنو ډکه بولي .
په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونه د لازياتې پياوړتيا په حال کې دي  او د امنيتي مسووليتونو دمنلو لپاره په ټينګاسره ګام اخلي.
دغه راز په بېلابېلو اړخونو کې د دولت سياسي هڅو زور موندلى دى ، د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي همکاريو په باب خبرې روانې دي او په قطرکې له طالبانوسره د اړيکو د دفتر د جوړولو لپاره پروګرام ترلاس لاندې دى .
له بلې خوا ټاکل شوې ده حامدکرزي په نږدې راتلوونکې کې د امريکا دجمهوررييس بارک اوباما په بلنه  واشنګټن ته  لاړشي .
له شک پرته په دغو خبروکې به د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي همکاري لرليد او له ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان دحالت څرنګوالې وڅيړل شي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي .
دافغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي همکارى به  نه يواځې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو کې نوى فصل پرانيزي؛ بلکې دغه شان همکاري د افغانستان او د سيمې دهېوادونو ترمنځ  اړيکې هم  پياوړې کوي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت  مشرتوب په سياسي پوهې او تعقل سره چې لري يې په جدې توګه په دې ټينګار کړي دي چې په دې لاره کې هر تصميم او حرکت به دملي ګټو په پام کې نيولو او د افغاني ارزښتونو په ساتنې سره ترسره کيږي .
دهېواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونوسره د جمهور رييس وروستي مشورتي غونډه دا ټکى په ډاګه کوي چې د افغانستان دولت سلامشوره او د مشورې اخيستل دهېواد په چارو کې يوفصل بولي او په دې اړوند معتقد دى .
د سياسي بدلونونو او پرمختياو په لور د يون تګلورې مشخص کوي او دهيواد مشرتابه ته ددې فرصت برابروي چې دجهادي مشرانو او د سياسي شخصيتونو له ګټورو سلامشورو څخه دملي ګټو د تامينولو په لاره کې زياته استفاده وکړي او د د واشنګتن د راتلوونکې غونډې په شان غونډو کې دافغانستان دخلکو اراده تمثيله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته