امنیت

په هرات کې دوسله والو طالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل .

-کابل باختر د تلې لومړي:
وسله والو طالبانو دهرات ولايت په ګذر ې ولسوالۍ کې دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل .
دغه دوه تنه زوى او پلار او دګذرې ولسوالۍ دده نو دکلي اوسيدونکي وه چې په کارګرۍ بوخت وو او په شخصي موټر سره يې شګې چلولې .  وسله والو طالبانو ددغو دوو تن په شهيدانولو سربيره موټر ته يې هم اور اچولى دى .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې ديرغلګرو طالبانو دپيژندنې او نيولو  لپاره پلټنې پيل شوې دي
داپه داسې حال کې ده چې دګذرې ولسوالۍ دکاريز صوفي دکلي په ساحه کې دوسله والو طالبانو او دسړک جوړولو شرکت دساتوونکو ترمنځ نښته کې څلور تنه ساتوونکي ووژل شول او يوتن بل ټپي شو
همدا اوس  ديرغلګرو  دپيژندنې اونيولو لپاره دامنيتي ځواکونو له خوا عمليات پيل شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته