سیاست

د مشرانو جرګې رييس دهندوستان له لوى سفيرسره وکتل.

کابل باختر د ليندى  دريمه
د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په کابل کې ميشت د هندوستان جمهوريت له لوي سفير (من پريتوهارا )سره د ملی شورا په مقر کی وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې چې يو شمېر سناتورانو، د جمهوري رياست سلاکار محمد يوسف پښتون، د دارالانشا لوي رئيس او د ښارجوړونې چارو وزارت معين هم ګډون درلود، د مشرانو جرګې رئيس د افغانستان له پاره د دوست هیوادهندوستان دمرستو په ارزښت او په ځانګړې توګه د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ ،زرنج-دلارام سړک او د سلما د اوبو بند د جوړېدو، ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې اود اداری کادرونو د ظرفيتونو په لوړولو کی يی ددی هیواد مرستې ګټورې او د دواړو هېوادونو دتاریخی دوستۍ او ښه ګاونډيتوب څرګندويه وبللې.
فضل هادي مسلم يار زياته کړه، چی د کاري کتنو په ترځ کی دهند د سفارت مسئولينو د ملي شورا دواړو مجلسونو دارالانشاو له پاره د نويو ودانيو د جوړونې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړی وه، سروې او ډيزاين يې بشپړ او د دغه سفارت په واک کې ورکړل شوي دي، هيله مند يو چې دوست هېواد د دغې پروژې د عملي کېدو په برخه کې اقدام وکړي
همدا راز ده د ځوانانو د روزنيز پارلمان د غړو د ظرفيت جوړونې پروګرامونه هم دهند له لوي سفير سره شريک کړل او په دی هکله يې دده پاملرنه وغوښته.
ورپسې ښاغلي من پريتوهارا د خبرو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو تر منځ د دوستۍ او همکاريو په اړه رڼا واچوله، افغانستان يې په سيمه کې د خپل اعتماد وړ دوست وباله او زياته يې کړه، کله چی د افغانستان جمهوررييس دهند هېواد ته سفرکړی وو، هندي چارواکو له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو د مرستی ژمنه کړي ده او دم ګړۍ هندوستان مدې ته سترګې پرلاره دى تر څو د افغانستان حکومت هغه پروژې او پروګرامونه چې په لومړيتوب کې ځاي لري ،مشخص او هند حکومت ته یی ور په ګوته کړی، تر څو لومړني کارونه يې پيل شي او ډاډ يې ورکړ چې د پارلمان د اداري ودانۍ د رغاونې له پاره د هند د حکومت دمسوولو مراجعو نظرونه ترلاسه شوي دي او هڅې رواني دي چې تر څو په دي برخه کې عملي ګامونه پورته شي، همدا راز ژمنه يې وکړه چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د غړو دروزنی په اړه به یی لارې چاری وڅیړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته