سیاست

سليم عقل او دسولې منطق ، په هېواد کې دروانو ستونزو دحل کيلي

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٤ :
په هېواد کې په پوځي ډګرکې وروستيو پرمختياو يوځل  بياثابته کړه چې طالبان نه شي کولاى  په ماجرا غوښتنو په لاس پورې کولو اودوسله والو فعاليتونوپه پراخولو سره  زموږ دخلکو په برخليک واکمن شي .
دباخترآژانس مفسر ليکي :
وسله والو طالبانو دروانې مياشتې په اتمه نيټه دمنصوري په نامه  دخپلوپه اصطلاح  پسرلنيو عملياتو دپيل خبر ورکړ اوپه لومړي ګام کې يې دبدخشان ولايت په زيباک ولسوالۍ  بريد وکړ.
دقلعه ذال ولسوالۍ او کندز ښار شاوخواسيمې هم  دطالبانوپه ګټه دبدلونونو ډګر و.
دغه راز طالبانو پلخمري ښار ته څيرمه دپلخمري  _ مزارشريف دلويې لارې په ناامن  کولو او دکندز _ تالقانو دلويې لارو په تړلو  او دپلخمري _ کندز په لويه لاره کې دامنيت په ګډوډلو سره وښودله  چې په منصوري عملياتو کې  ټاکلې  او مشخصې موخې تعقيبيږي چې  يوه يې  دهېوادپه شمال ختيځو او شمال ولايتونو کې د جګړې پراختيا  اودبدخشان داشکاشم  په تګلوري  کې دپاکستان له چترال  څخه داړيکو ديوه دهليز جوړول  اوله دې لارې  له روسيي پوځيانو سره داړيکو تامينول و .
طالبانو دزيباک په نيولو سره ځان تريوې اندازې  پورې ددغه شان د يوه دهليز په جوړولو کې بريالي  بللي وو،  اوپه دې نظر سره   چې دکندز _ پلخمري  دلويې لارې په تړلو سره به  بدخشان ته د کومکي ځواکونو درسيدو مخه ونيسي ، ستر خوبونه  په سر کې لرل . خو نتيجه طالبانو او دهغوى بهرنيو ملاتړو ته په  زړه پورې نه وه، دولتي  ځواکونو وکولاى شول  هغه امنيتي ګواښونه  چې دطالبانو له خوا کندز ښار ته متوجه و ، لرې کړي او طالبان دهغوى دهيلې پرخلاف ددغه ښار له شاوخوا سيمو څخه لرې   وشړل شول.
دوسله والو طالبانو له شتون څخه   دزيباک ولسوالۍ  په پاکولو سره   له روسي پوځيانوسره   ددوى  دارتباطي دهليز خوب  هم  له خاورې سره خاورې شو.
دغه راز دهېواد امنيتي اودفاعي ځواکونو وکولاى شول   چې دبدخشان  په نورو سيمو  او دتخار ، کندز  اوبغلان په ولايتونو کې دامنيتي ګواښونو کچه  ټيټه کړي.
دطالبانو له خوا دغلط سياست اوکړنلارې تعقيبولو يوځل بيا دغه ډله  يوه بې ګټې او بې خاصيته ډله وښودله  او دهېواد  دامنيتي اودفاعي بنسټونو زړورو منسوبينو په هغه استقامت او درايت سره  چې د جګړې په ډګرونو کې يې له ځانه وښودل يوځل بيا  دا ټکى په ډاګه کړ  چې دهېواد اصلي اوحقيقي وارثان همدوى دي چې دپرديو دهغودسيسو او توطيو په وړاندې دريږي چې دطالبانوپه شتون کې عملي کيږي .
دافغانستان خلک په خپلو هغو بچيانو   چې دهېواد په دفاع په تيره بيا دتوطيوپه شنډولو کې  زياته ونډه اخلي ، وياړي .
  زموږ دبچيانو وروستي برياليتوبونه ددې زيرى ورکوي چې تروريستي ډلې به هيڅکله ونه کړاى شي چې زموږ دخلکو په برخليک واکمن شي .دغه پوځي ماجراغوښتنې نور برى نلري   که چېرې دبرياليتوب  خبره طرحه وي   دسولې  دغه منطق  او دخلکو اراده  ددغې مفکورې دتحقق لپاره ده   چې بريالي به شي  .
طالبانو بايد دا زده کړي وي  چې نور نه شي کولاى   له پوځي  او ماجرا غوښتنوله لارې او دپرديو داستخباراتو دلمنې په نيولو سره  خپلو موخو ته ورسيږي، دوى  که چيرې دملي ارزښتونو خبرې لري او يا دديني ارزښتونو ددفاع شعار ورکوي ښه به وي  چې  له خپلو تيرو تورتمو او ناوړو کړنو څخه لاس واخلي  او له وګړنړۍ واکمنۍ سره يوځاى شي .
لوى  خداى  ج   سوله  خير بللې ده  نو  ددغه شان الهي ارشاد په وړاندې څه دښمني شتون لري چې بايد  دغه ډله  اوس هم په ورانکارۍ او  وژنې لاس پورې کړي  او ديتيمانو  او کونډو  شمير زيات کړي.
وسله وال طالبان بايد په دې پوه شوي وي چې  دافغان بچيانو دهوډ او توان په وړاندې   چې په  امنيتي اودفاعي بنسټونو کې دهېوادنيو ارزښتونو ددفاع لپاره په مبارزه کې دي دريدلى نه شي  اويا برياليتوب ترلاسه کړي. ښه به وي  چې دسولې منطق ته مخه وکړي چې دتاريخ مختوري نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته