کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دافغانستان دتکواندو دملي ټيم غړي دکوريا دجنوب د تکواندو په نړيوالو سياليو کې دګډون لپاره سيول ته روان شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې شپږ کسيزه ډله کې دافغانستان مډال راوړونکي روح الله نيکپا او سميه غلامي هم ګډون لري .
عبدالصبور عمري دهېواد دتکواندوفدراسيون له خوا دحکم په توګه دغوسياليو ته استول شوى دى .
دسياليو په دې پړاو کې به دنړۍ له ١٨٣هېوادونو څخه ٩٧٣لوبغالي په اتو بيلابيلو وزنونوکې ګډون وکړي .
دغه سيالى دروانې مياشتې په څليرويشتمه نيټه پيليږي او اته ورځې به دوام وکړي .
دا له ٢٠١١ميلادي کال څخه تراوسه پورې ددغوسياليو له پيل سره اووم پړاو دى چې دکوريا په کوربه توب ترسره کيږي .
ددغو سياليو تير پړاو په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې دتکواندو دنړيوالوسياليو کوربه توب دنمارک کاوه .
په دغوسياليو کې دنړۍ له ١٤٢ هېوادونو څخه ٩٢٨تنو ورزشکارانو ګډون کړي و .
دکوريا دجنوب دتکواندو دنړيوالوسياليو په اووم پړاو کې دتکواندو دنړيوال فدراسيون اوسنى رييس چيو چنګوون به له کوم سيال پرته ددغه فدراسيون دڅلورم رييس په توګه اعلام شي .
1 1 دقیقه لوستل