ټولنه

په خوست کې څو سياحتي شرکتونه او چاپ خونې وتړل شوې

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٧
يوشمېر سياحتي شرکتونو او خصوصي چاپ خونې د جواز د نه لرلو له امله نن په خوست ولايت کې دموظف کميسيون له خوا وتړل شوې.
دخوست ولايت د ګرځندوى آمر نجيب الرحمن نن د باختر آژانس خبريال وويل چې د خصوصي سياحتي شرکتونو او چاپ خونو د څيړنې کميسيون څو ځلې ددغو مرکزونو له خاوندانو څخه وغوښتل چې خپل فعاليتونه قانوني کړي او د فعاليت جواز ترلاسه کړي؛ خو دوى دغه کارته پاملرنه ونه کړه او موظف کميسيون له څيړنې وروسته په دې پوه شو چې اتلسو سياحتي شرکتونو او دوو خصوصي چاپخونو له جواز پرته فعاليت کاوه چې فعاليتونه يې وځنډول شول .
ده زياته کړه: دغه کميسيون د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، ښاروالۍ، مستوفيت، د ملي امنيت د رياست او د امنيې قوماندانۍ د استازو په ترکيب جوړ شوى دى چې د دغو شرکتونو څيړنه دوام لري.
په خوست کې ٤٠ خصوصي سياحتي شرکتونه او٦ چاپ خونې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته