سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي امارت واکمني؛ افغان ماشومان اېله په ژوند پوه شول

تبصره

پرون د نوامبر میاشتې ۲۰ مه نېټه په نړۍ کې د ماشومانو نړیواله ورځ وه او دا ورځ هرکال د ملګرو ملتونو له لوري لمانځل کیږي.

افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته افغان ماشومانو ته د ژوند کولو او له تاوتریخوالي څخه د لرې پاتې کېدو لپاره د پام وړ امکانات برابر شوي دي او لاهم هڅې روانې دي، چې په دغې برخه کې نور هم پام وشي.

د افغان ماشومانو په اړه یو بد حقیقت دا دی، چې د تېرې ادارې د تش په نوم واک پرمهال له ماشومانو څخه په بېلابېلو برخو کې ناسمه استفاده کېده او زورول کېدل به.

هغه وخت د نشه یي توکو کاروباریانو له ماشومانو څخه د دغو موادو په قاچاق او دغه راز پر روږدو کسانو د وېش په برخه کې استفاده کوله او ډېر کله به همدغه ماشومان پرې روږدي کېدل او ټول ژوند به یې له تباهۍ سره مخ کېده، خو د اسلامي امارت په راتګ سره کله چې د نشه یي توکو پر کاروبار، کر او تولید بندیز ولګېده، نو دغو ماشومانو هم ارام ساه واخیسته او له دغې ناوړې کړنې څخه وژغورل شول.

بل دا چې په تېر نظام کې د ملت د ډوډۍ غلو، ماشومان او ښځې مجبوره کړې وې، چې کوڅو او ښار ته د سوال په موخه راووځي او په ځینو مواردو کې له سختو زورونو سره مخ شي، خو اسلامي امارت له ښار او کوڅو څخه دغه ماشومان ټول کړل او له سوالګرۍ، زورونو او ناسمو استفادو څخه یې خلاص کړل.

نو په ټوله کې ویلی شو، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې افغان ماشومانو د ارام ساه واخیستله او اېله چې په ژوند پوه شول، چې ژوند ته څه وایي او څه ډول باید وشي.

خبره داده، چې تازه د ماشومانو اړوند یو سازمان په خپل له حقیقته لرې راپور کې ادعا کړې، چې ګواکې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته افغان ماشومان په سخت حالت کې ژوند تېروي او له تاوتریخوالي سره مخ دي، هغه ادعا چې هېڅ اساس نه لري او د هغې برعکس افغان ماشومان اوس مهال په ارام، عزت او ابرو کې ژوند کوي او اسلامي امارت هڅه کوي په وار وار د هغوی ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته