ښوونه او روزنه

دتګاب په ولسوالۍ کې يو ښوونځې بيا پرانستل شو

کابل باختر دثور  دويمه

  دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دغني خيلو ليسه نن دعام نظم دلومړۍ  لوا دپوليسو دمنسوبينو  په همکاري پرانستل شوه .

 دعام نظم دلومړۍ لوا دپوليسو يو مسوول باختر اژانس ته وويل دغه ليسه  يو کال مخکې دامنيتي ستونزو له امله تړل شوې وه او اوس ددغې لوا دمنسوبينو او دسيمې دمشرانو په همکاري بيا پرانستل شوه اوبيايي په فعاليت پيل وکړ .

 په دغې ليسه کې څه ناڅه پنځه سوه تنه زده کوونکي زده کړه کوي 

 دغه راز دعامه نظم دپوليسو دلومړۍ لوا  د څلورم کندک  منسوبينو ددغې ليسې له زده کوونکو سره دقرطاسيي  مرسته هم وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته