اقتصاد

ایټالیا په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره ۱۲ميلیونه ډآلره مرسته وکړه

کابل /د مرغومی ۲۰مه /باختر
ایټالیا په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره ۱۲ميلیونه ډآلره مرسته وکړه.
دغه پیسې ټاکل شوې ده د ملګروملتوسازمان د بنسټونو له لارې په افغانستان کې له اړو کورنیوسره د مرستې لپاره ولګول شي.
په افغانستان کې د ملګروملتوسازمان د بشر دوستانه مرستو دهمغږۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له خلکوسره د ایټالیا ۱۲ميلیونه ډالره مرسته تایید کړه.
ایټالیا دغه راز ویلي دي چې په دغو حساسو شرایطوکې به د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.
په افغانستان کې د وزګارتیا او د افغانستان د شمتنیو د کنګل کېدو له امله اقتصادی بحران د افغانستان او نړۍ د خلکود اندیښنوسبب شوی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته