-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
په بادغيس کې د نويو جګړو په بهير کې ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د قلعه نو ښار ته څېرمه او په بالامرغاب ولسوالۍ کې په څو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريد وروسته ونښتې.
د ظفر قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو دډلې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي: چې يرغلګر د پوځيانو له چټک غبرګون او د هوايي ځواکونو له برېدونو وروسته مقاومت ونه کړاو وتښتېدل.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې پاب څه نه دي ويلي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي: چې پوليسو د بادغيس له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونوپه کشفولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
ختم _ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل