سیاست

دهېواد دملي امنيت سلاکار دچين دولسي جمهوريت دعامه امنيت له وزير سره وکتل.

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٩ :
دملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر دچين دولسي جمهوريت دمشورتي عالي شورا  له غړي  او دعامه امنيت له وزير  ښاغلي  ګوشينګ کان سره  چې  ديوه جګپوړي هيئت په مشرۍ  کابل ته راغلى و ، وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې  کتنه کې چې نن دملي امنيت دشورا په دفتر کې ترسره شوه دواړو لورو  دافغانستان او چين ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکود ټينګښت ، په امنيتي اواقتصادي ساحو کې دهمکاريو دلازياتې پياوړتيا ، دتروريزم او فراملي  جرمونو پرخلاف   داغيزمنې  او ګډې مبارزې  او دافغانستان دپوليسو دځواکونو  دتخنيکي تجهيزاتو او  روزنې  په برخه کې  دهمکارۍ  په باب اوږدې  خبرې وکړې او دواړو لورو  دافغانستان  ، چين  او تاجکستان ترمنځ پوله کې  دګډو ميکانيزمونو په جوړولو باندې ټينګار وکړ.
دکتنې په دوام  دملي امنيت سلاکار يو ځل بيا دملي پوليسو او دقانون دتنفيذ دارګانونو دپياوړتيا ،  سمبالولو او روزنې په برخه کې دچين ددولت  دمرستو او همکاريو له امله قدر داني وکړه .
وروسته  دچين دولسي جمهوريت دمشورتي عالي شورا غړي او دعامه امنيت وزير ګوشينګ کان  دامنيت دتامينولو او دتروريزم پرخلاف دمبارزې په کار کې  دافغانستان دپوليسو  دوړتيا او ځواکمنۍ له امله  دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې يو ځل بيا دافغانستان دپوليسو دځواکونو دتخنيکي مرستو ، روزنې اوسمبالولو په لاره کې دخپل هېواد  ژمنه اعلام کړه .
ديادونې وړ ده  چې  ګوشينګ کان ډير جګپوړى  چينايي مقام دى  چې له يوې لسيزې وروسته افغانستان ته يې سفر کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته