خبرونهسیاستTOPټولنه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر: بهر ته تللي افغانان دې بېرته راستانه شي او خپل هېواد ته دې خدمت وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه نن له امریکا او کاناډا څخه د ښځو په ګډون راغلیو افغانانو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیر خواه وویل چې په هېواد کې امنیت تامین دی، په خبره یې هر افغان ته اړینه ده چې د هېواد پر ارزښت پوه شي او د هېواد په آبادۍ کې فعاله ونډه واخلي. هغه د راغلیو افغانانو پر راتګ خوښي څرګنده کړه او بهر ته له تللیو افغانانو یې غوښتنه وکړه چې هېواد ته راستانه شي او له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه هېواد ته خدمت وکړي.
په همدې حال کې له امریکا څخه راغلې آغلې صوفیه د اسلامي امارت په بریا خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې خپل وطن ته پرته له امتیاز کار کولو ته چمتووالی لري.
هغې زیاته کړه چې هېواد له اشغاله خلاص شوی او پرته له افغانستان بل هېڅ هېواد او خاوره یې هېواد نه شي کېدای، آغلې صوفیې له اسلامي امارت غوښتنه وکړه چې دوی ته یو دفتر ورکړي چې له دغې لارې له ښځو سره په ګډه پرته له معاش او امتیاز هېواد ته خدمت وکړي.
په ورته وخت هارون احمدزی او سید اغا چې له کاناډا او امریکا څخه راغلي له اسلامي امارت سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې خپلې تجربې به له اسلامي امارت سره شریکې کړي.
دوی وویل چې له اسلامي امارت سره به خپلې تجربې شریکې کړي او هیله ده چې اسلامي امارت هم داسې یو طرحه جوړه کړي چې له لارې یې دوی وکولای شي چې په امریکا کې له دوی سره په اړیکه کې افغانانو ته راتګ لپاره زمینه برابره کړي.

ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته