کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول.
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د فراه ښار ته څېرمه بريدونه وشول .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دغو طالبانو ټيک هغه وخت هوايي بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په فراه کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينونن سهار د فراه ولايت له ګڼ ميشتوسيمو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ