سیاست

فريدحکمت دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رياست داداري اومالي مرستيال اوسيدحفيظ الله هاشمي ددغې اداري دسلاکار په توګه وټاکل شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددالانشا دلوى رياست په وړانديز او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دعالي مقام په منظوري
فريدحکمت  په مافوق رتبه بست کې  دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رياست  داداري اومالي مرستيال اوسيدحفيظ الله  هاشمي  په مافوق رتبه بست  کې ددغې اداري دسلاکار په توګه ټاکل شوي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په حکم کې دغوکسانو ته دلوى   خداي  ج له دربار څخه دزياتو برياليتوبونوهيله شوې ده .
ديادونې وړ ده چې دغه دوه تنه نن  ددوشنبې په ورځ دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رييس صادق مدبرله خوا ديولړ مراسم په ترڅ کې اړوندو کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته