ټولنه

په غزني کې د يوې کورنۍ د شپږو تنو غړو وژل کيدل

غزني باختر دسلواغې ٦ نيټه :
په  غزني  ولايت کې تېره شپه  د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي  د ډار اچوونکو له   خوا ديوه توغول شوي  توغندي  د لګيدو  له امله  ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل  باختر آژانس ته وويل ؛  دغه توغندى د وسله والو ډار اچوونکو له خوا توغول شوى و چې د غزني ښار په قره باغې سيمه کې  د استوګنې په يوه کور ولګيد او له امله يې د يوې ميرمنې او دريو ماشومانو په ګډون شپږ تنه  ووژل شول.
ده زياته کړه  په دې پيښه کې د دغې کورنۍ دوه تنه نورغړي ټپيان شوي دي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته