فرهنګ

دملي راډيو ټلويزيون دنشراتي مسودې په باب دنظر غوښتنې سيمينار جوړ شو .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دملي راډيو ټلويزيون  دخپرونو دپاليسي دمسودې په باب دنظر غوښتنې سيمينار نن د اطلاعاتو او فرهنګ دوزارت له خوا جوړ  شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دغه سيمينار دافغانستان دملي راډيو ټلويزيون دنشراتي پاليسي دمسودې په باب دخبرو او بشپړولو په مقصد جوړ شو .
په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دموضوع په باب خبرې وکړي او ويې ويل ملي راډيو ټلويزيون دخپل جوړيدو له وخت څخه  دکابل راديو  او دافغانستان راديوله جوړيدو وروسته او د ملي ټلويزيون له پيدايښت سره له نيکه مرغه هم د اطلاع رسولو او دروزنې او دغه  راز دتفريحى پروګرامونو په وړاندې کولو په ګډون په  ټولو برخو کې دښه خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې ښه اغيزمن او د وياړوړ رول ترسره کړى دى .
ډاکتر رهين زياته کړه ،  نن الحمد الله دبيان د آزادۍ ، درسنيو دقانون او د هيواد داساسي قانون په برکت د نږدې دپنځوسو خصوصي ټلويزيونونو شاهدان يو بيا هم ملي راډيو ټلويزيون د راډيو ټلويزيون امور په توګه  زموږ په ټولنه کې لوړ ځاى لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير څرګنده  کړه  که څه هم  ملي راډيو ټلويزيون په ځينو مواردو کې ښايي دټولو لپاره په  زړه پورې نه وى خو دخپلې ملي  وجيبې په خاطر په دې خاطر چې دافغانستان ټول ملت په ملي راډيو ټلويزيون کې خپله څيره  چې دهغوي دعلاقې وړ اړتيا ده ګوري او اوري.
ډاکتر رهين زياته کړه  په طبيعى ډول  ښايي هغه  پروګرامونه چې په  خصوصي ټلويزيونونو کې ونه شي کړاى خپاره .شي .  دمثال په ډول دافغانستان په سيمه ييزو ژبو پورې اړوند پروګرامونه ښايي ډير اوريدونکي ونه لري پرته دسيمه ييزې ژبې په خپله ويونکې ، خو ملي راډيوټلويزيون دخپلې ملي وجيبې له مخې بايد دټول ملت په خدمت کې دي څرنګه چې پوهيږي دافغانستان دټولو ژبو لپاره خپل لوړ ځاى منلى دى .
د ډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې :  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتاريخ  په دې پړاو او دتيرې لسيزې په بهير دبيان د آزادۍ په خدمت کې اساسي رول لوبولى دى چې دپنځوسو خصوصي ټلويزيونونو ، يوسلو پنځوسو راډيو ګانو او دنږدې زرو چاپي رسنيو شتون ددغه ادعا ثبوت دى .
داکتر سيدمخدوم رهين  دغه راز دبيان د آزادۍ او نورو برخو په  لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو لړ اقدماتو په باب په تفصيل سره خبرې وکړې او ويې ويل  چې ډير ژر به  دخبريالانو ، د رسنيو او اتحاديو او دخبريالۍ دنورو مرکزونو دمسولينو په ګډون سيمينار په نږدې راتلونکې کې دانتخاباتو او رسنيو ترعنوان لاندې ددغه وزارت له خوا جوړ شي چې په انتخاباتو کې د رسنيو درول او دغه راز د ژورنالستانو چلنجونه ، پيشنهادونه او شکايتونه  وڅيړل شي.
ده  دغه راز دسيمينار له برخه والو څخه وغوښتل چې دملي راډيو تلويزيون دخپرونو دپاليسي مواد په دقت سره  وڅيړي ،  وروسته برخه وال په دريو کميټو وويشل شول او دغه پاليسي يې  وڅيړله .
په پاى کې دملي راډيو ټلويزيون دخپرونو پاليسۍ بشپړه شوه او د رسنيو عالي شورا ته وليږل  شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته