امنیت

په کابل کې له دوو تنو زورواکو سره د پوليسو نښته

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
د کابل پوليسو سرچينې وايي چې دوه تنه زورواکان تېره شپه د کابل ښار په درېيمه ناحيه د (سيلو په سړک) کې له يوې وسله والې نښتې وروسته ونيول شول.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختر اژانس ته وويل چې پوليسو له دغو دوو تنو سره د تيرې شپې د يوولسو بجو په شاوخوا کې هغه وخت  جګړه وکړه چې هغوى د پلټنې په پوسته کې دپوليسوخبر دارى ته پاملرنه ونه کړه.
پوليسو له څو دقيقې نښتې وروسته دغه دوه تنه ونيول .
فرامرز د دغو دوو تنو د هويت په باب څه ونه ويل، خو عيني شاهدان وايي چې دغه دوه تنه د يوه تن زورواک زامن دي.
په همدې حال کې د برېښنا رياست يو کارکوونکى انجنير رفيع پرون د نوې کارتې د عسکري فاميليو په ساحه کې د برېښنا ميتر د نصبولو په وخت کې د يوه تن زورواک له خوا وډبول شو او په مخ کې ژوبل شو .
د برېښنا رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دې ترڅنګ چې د کابل ښار د نوې کارتې په ساحه کې ددغه رياست دکارکوونکي وهل او ډبول وغندل، ويې ويل چې د دغې پېښې عامل د اتمې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا نيول شوى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته