ښوونه او روزنه

دکابل پوهنتون د اروا پوهنې د پوهنځي د ماسترى پروګرام پرانيستل شو

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
د ولسي جرګې د منشي نايب عرفان الله عرفان د کابل پوهنتون د اروا پوهنې د پوهنځي  د ماسترى د پروګرام د پرانيستلو په مراسموکې ګډون وکړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه؛ د ولسي جرګې د منشي نايب عرفان الله عرفان، دلوړو زده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيد، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رييسانو او د کابل پوهنتون رييس او يو شمېر استادانوګډون کړى و. د ارواپوهنې په پوهنځي کې د ماسترى پروګرام د پټۍ په پرې کولو سره پرانيستل شو.
د ولسي جرګې د منشي نايب د ارواپوهنې په څانګه کې د ماسترى د پروګرام پيل په هيوادکې د علم او پوهې دکچې د لوړولو په لاره کې يو پرمختګ  وباله او زياته يې کړه: که څه هم د اروا پوهنې په پوهنځي کې د ماسترى پروګرام د کميت له پلوه محدود دى؛  خو په معنوي لحاظ يو ستر ګام دى.
عرفان په خپلو خبروکې په هيوادکې د علمي پرمختګ په خاطر د لوړو زده کړو وده او پياوړتيا يوه جدي اړتيا وبلله او په هيوادکې د مسلکي کادرونو په روزنه کې د استادانو دڅرګند رول له امله دقدردانۍ په ترڅ کې له هغوى څخه وغوښتل چې په نويو علمي تحقيقاتو سره دې د فرهنګي او علمي ټولنې اړتيا لرې کړي.
د لوړو زده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد په خپلوخبروکې په پوليتخنيک پوهنتون، د کاپل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي او دکابل دطبي پوهنتون دعامې روغتيا په پوهنځي کې د ماسترى د پروګرامونو عملي کولو ته اشاره وکړه او د ارواپوهنې په څانګه کې د ماسترى د پروګرام پيل يې په دې برخه کې يوبل برياليتوب وباله.
پوهاندعبيد ټينګار وکړ چې په نورو څانګوکې هم اړتيا ده چې د ماسترى پروګرام پيل شي او دغه وزارت په دې اړوند هلې ځلې کوي.
دلوړو زده کړو وزير دغه راز په پوهنتونونوکې د لابراتوارونو د جوړولو او له تيرو کلونو څخه د پاتې پروژو دتطبيق يادونه هم وکړه.
دغونډې په پاى کې دکابل پوهنتون د ارواپوهنې د پوهنځي استاد پوهاند امين الله امين د ماسترى د بورد په استازيتوب خبرې وکړې او په هيوادکې د ورستيو تحصيلي برياليتوبونو يادونه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته