کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣ :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس سرو زرو په بيه کې دتيرې ورځې په پرتله اووه ډالره کمښت راغلى دى .
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٨٠ ډالره وړاندې کيدل
خو نن په ١٢٧٣ ډالره وړاندې کيږي .
دپښتنې بانک دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي قاهر خان د دغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل : اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو ، کويټې ٢٥٣٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٨٠ افغانيو ،بحريني په ٢١٣٠
افغانيو ، عربي ٢٠٧٠ افغانيو ، ايراني په ١٨٠٠ او يوګرام روسي سره زر په ١٦٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ