ټولنه

په پروان کې ٥٠٠ کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
د صالح محمد لالاګل خيريه بنسټ نن په پروان کې پر ٥٠٠ سېلاو ځپلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي، بوره او چاى شامل دي چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د مسوولينو په شتون پر ٥٠٠ زيانمنو شويو کورنيو وېشل شول.
د پروان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست يو خبرځاى وويل چې له سېلاو ځپلو کورنيو سره د مرستې لړۍ دوام لري او په راتلونکو ورځو کې به د مرستندويو بنسټونو زياتې مرستې پروان ته ورسېږي.
د وروستيو سېلاوونو له امله په پروان کې ١١١ کسان ووژل شول او څه دپاسه ١١٠ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز په دغو سېلاوونو کې د استوګنې کورونه، کرنيزې ځمکې او د خلکو څاروي هم له منځه تللي او خلکو ته زيات مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته