ښوونه او روزنه

په لغمان کې نوی تعليمي کال د زنګ په کړنګولو سره پيل شو.

کابل باختر  دوږي  شپاړلسمه :
نن د لغمان د والي، د پوهنې رييس، د مرکز او ولسواليود ګڼ شمېر استادانو لوري  په دغه ولایت کې دښوونځيواومدرسونوی تعلیمي کال دزنګ په کړنګولو سره پیل شو، په همدې موخه جوړوشویو مراسموکې د لغمان د مرکز او ولسوالیو ټول هغه ممتاز زده کوونکي هم وستایل شول چې په خپلو ټولګیو او ښوونځیو کې يې نمرې تر نورولوړې او دښه استعداد لرونکي وه.
د لغمان والي عدالجبار نعيمي  د زده کوونکو دستاینې پرمهال دپوهنې سکتور له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې په ښوونځیو کې د استعداد روزنې اولوړاوي په موخه علمي سیالۍ ترسره کړي او دا لړۍدلغمان په مرکز او ولسوالیو سربېره ان د ګاونډیو ولایتونو له ښوونځیو سره ترسره کړي، څو نوي زده کړیالان وکولی شی دسالمو او علمي سیالیو له لارې دپرمختګ پرلور غوره ګامونه واخلي، چې دا چاره به په نورو کې هم د زده کړې دځواک دپیاوړتیا لامل شي.
ده ډاډ ورکړ چې دښوونیزې پيآوړتیالپاره به په ټول قوت کار کوي، خو له زده کوونکو يې وغوښتل چې په ټولنه کې د ملي، مثبتو او ذهنیت رغونکونو پيغامونو په رسولو کې رغنده رسالت ترسره او هم دې ښوونکي پرته له قومي، ژبني، سمتي اوحزبي تعصبونوپه پوره ایماندارې، صداقت او ملي احساس سره زده کوونکو ته غوره روزنه ترسره او له ښوونیزو مرکزونو دي ټولنې او په خاصه توګه ځوانانو ته د نیشه يې توکیو د مخنیوي او استعمال پرضد د اسلام دمبارک دین په رڼا کې روښانه پيغامونه ورسوي.
دپوهنې رئیس محمد حضرت مجددي بیا په خپلو خبرو د ولایتي ادارې او د لغمان ولس  ته ډاډ ورکړ چې دقانون په رڼا کې به خپلې ټولې چارې منظمې پرمخ وړي او دپوهنېز بهیر دپيآوړتیا، شفافیت، کیفیت او دغوره کادرونو دګومارنې اصل ته به جدي پاملرنه کوي.
ستايل شویو زده کوونکو له پوهنې سره د ولایتي ادارې همکاري وستایله او دخپلو بریاؤ تر شا يې د ښوونکو هڅونه او ملاتړ هغه غوره کړنه یاده کړه چې دوی ته يې دنوي ځواک هیلې ورکړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته