ټولنه

يتيمو ماشومانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو ۱۳ هوکړه ليکونه لاسليک شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
د ٦٥میليونو افغانيو په ارزښت، يتيمو ماشومانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۱۳ هوکړه ليکونه نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت او د دولتي او غير دولتي بنسټونو ترمنځ چې په دې برخه کې فعال دي، لاسليک شول.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې: په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست سيد انورسادات وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يوه مسوول بنسټ په توګه تل هڅې کوي چې بې وزلو او بې سرپرستو ماشومانو ته د ښې روزنې او پالنې زمينه برابره کړي.
د کار او تولنيزو چارو وزارت سرپرست د مثال په ډول د هغه هوکړه ليک چې له ملي بانک سره لاسليک شوى دى؛ يادونه وکړه او ويې ويل: ماشومانو ته بانکي حسابونه پرانيستل کېږي، څو هغه مرستې چې له دوى سره کېږي د په حسابونو کې یې راټولې شي او له ۱۸ کلنى څخه وروسته چې له پالنځي څخه فارغېږي؛ په ملي بانک کې په راټولولو شويو مرستو خپل ژوند تېر کړي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د وياند عبدالفتاح احمدزي د څرګندونو له مخې، د دغه پروګرام لومړی پړاو، ۸۰۰ ماشومانو ته د يو کال لپاره په پام کې نيول شوى دى.
هغه زياته کړه: هغه بنسټونه چې ماشومانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي؛ په بېلابېلو برخوکې دغو ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي .
بايد وويل شي چې اوس په هېواد کې ۴۷ دولتي او خصوصي  پالنځي فعاليت کوي چې ۱۰ زره بې سرپرسته ماشومان په کې روزل کېږي.
  ختم-ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته