سیاست

جمهوررئیس غني د شهیدانو یو شمېر وارثانو ته د استوګنیزود اپارتمانونو کیلي‌ګانې ورکړې

کابل – باخترد مرغومي دمياشتې ٢٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې " د شهيدانو مقام ته د درناوي او د هغوی د  درنو کورنيو د پالنې" د نمانځنې په غونډه کې چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته د ملي اردو د شهیدانو څلي ته د ګلو ګېډۍ کېښوده او د ټولو شهیدانو روح ته یې دعا وکړه. د دغو مراسمو په پيل کې جمهوررئیس د ملي اردو د ۱۴شهیدانو وارثانو او مستحقانو ته د اپارتمانونو کلي‌ګانې او د ملي اردو د  ۱۰۰تنو شهیدانو وارثانو ته نقدې پیسې ووېشلې.
د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: د دفاعي او امنیتي ځواکونو په سرتېرو ویاړم چې د افغانستان د خپلواکۍ، په دفاع او ساتنه کې یې ځانونه قربان کړي دي او د شهادت لویه مرتبه یې ترلاسه کړې ده.
د هېواد جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او زړورتیاوو د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، دغه قربانۍ په یو کلي، ولایت او نسل کې نه خلاصه کېږي، ځکه دوی د خلکو او ملت د ارامتیا په خاطر ځانونه قربان کړي دي، تر څو د دغې خاورې راتلونکی نسل په بشپړه سوکالۍ او امن کې ژوند وکړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل:"د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه ژمنه کوم چې د شهیدانو کورنیو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د کور جوړولو په راتلونکې درې کلن پروګرام کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته لومړیتوب ورکوي."
هغه زیاته کړه، نن د شهیدانو وارثانو ته د ۱۴اپارتمانونو د کلي‌ګانو په وېشلو سره د دغې سترې برنامې لومړنی پړاو پيل شوی دی، د هغو ځواکونو ملاتړچې د وطن  د دفاع په تودو سنګرونو کې جنګېږي زموږ اساسي وجیبه ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه مسلکي او ملي دي، ملي او اسلامي عقاید لري، واړه سیاستونه، تبعیض او اختلاف زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې ځای نه لري، ځکه که د وطن له هرې څنډې یاست یوازې افغان او مسلمان یاست.
جمهوررئیس په ملي دفاع وزارت کې د اداري فساد مخنیوي ته په اشارې سره وویل، د دغه وزارت د تدارکاتو په بهیر کې مثبت او اساسي تغییرات راغلي دي او د تدارکاتو قانون بدل شوی دی تر څو ټپیانو ته باکیفیته درمل چمتو شي چې دا ګام به د تلفاتو په کمښت کې اغیزناک وي.
هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو د کمښت په برخه کې د جدي اقداماتو یادونه وکړه چې د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې نیول شوي، او زیاته یې کړه، لارښوونه مې کړې ده چې ځواکونه دې لا زیات سمبال شي او په دې برخه کې هیڅ ډول غفلت د منلو وړ نه دی.
د هېواد جمهوررئیس د وارسا کنفرانس نتيجې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو برکت وباله وې ویل، وطن څخه د دفاع په لاره کې د دغو ځواکونو هڅې د دې لامل شوې چې نړيواله ټولنه افغانستان سره خپلې ژمنې بیا نوې کړي.
جمهوررئیس غني د افغانستان دښمنانو ته په خطاب کې وویل:"دوه کاله مخکې مو محاسبه غلطه وه، پروسږکال مو هم غلطه محاسبه وکړه، خپله محاسبه مه تکراروئ، که دې خاورې ته په ناوړه نظر وګورئ، نو په ادیره به مو بدل شي"
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي چې دا ملاتړ په تېرو سلو کالو کې بې ساری دی. هغه د شهید محمدداوود خان روغتون مسوولینو څخه له دې امله مننه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو په درملنه کې یې هڅې کړي دي.
د هېواد د ملي دفاع وزیر ستر جنرال عبدالله حبیبي په دغو مراسمو کې د وینا پرمهال د ټولو شهیدانو روح ته د دعا تر څنګ دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د جمهوررئیس د پاملرنې اود وسله والو ځواکونو د شهیدانوله کورنیو څخه همیشنی ملاتړ وستایه.
هغه وویل، د شهیدانو د کورنیو پالنه زموږ مهم رسالت او دنده ده، دملي دفاع وزارت د شهیدانو کورنیو د پالنې په موخه د شهیدانو بچیانو ته د تحصیلي بورسونو د وېش، په حج کې د ونډې ورکولو، وړیا روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او د کورنو د کلي‌ګانو د ورکولو په برخه کې عملي ګامونه اخیستي دي.
د ملي دفاع وزیر جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د دفاعي ځواکونو وارثینو او د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په موخه به هیڅ رازهلې ځلې ونه سپموي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال قدم‌شاه شهیم هم د هېواد له جمهوررئیس څخه له دې امله مننه او قدرداني وکړه چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې روحیه ورکړې او کورنیو ته یې پاملرنه کړې ده. هغه په ټینګار سره وویل، دا ملاتړ د هېواد په تاریخ کې بې ساری دی، لکه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو سپیڅلو جنازو ته د جمهوررئیس او اعلی سر قوماندان له خوا اوږه ورکول، د دغه ملاتړ څرګنده نښه ده.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز زیاته کړه، د هېواد جمهوررئیس او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سر قوماندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په کمښت او د شهیدانو وارثینو ته په پاملرنې ټینګار کړی دی، دغه ملاتړ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې د پياوړتیا لامل شوی دی.
په دغو مراسمو کې، د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب برهان‌الدین خبرې وکړې وې ویل: " ویاړم چې د شهیدانو د مقام څخه د درناوي په مراسمو کې مې ګډون کړی دی، دا ډول پروګرامونه کولای شي چې د دولت او ملت ترمنځ اړیکې پیاوړي کړي".
هغه د هېواد له جمهوررئیس څخه په خپل وخت د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته د پاملرنې له امله مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ دا چې زموږ د کورنیو غړو له وطن څخه په دفاع کې قرباني ورکړې ده، لار به یې تعقیبوو. هغه ټینګار وکړ چې د شهیدانو ټولې کورنۍ له دولت څخه ملاتړ کوي او دا د ټولو مسوولیت دی.
د مراسمو په پای کې د هېواد د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو روح ته دعا وکړه او د اسلام د مقدس دین په رڼا کې یې د شهادت لوړې مرتبې په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس وویل، د شهیدانو کورنیو څخه د جمهوررئیس د ملاتړ ګام په اصل کې پر نبوي احادیثو عمل دی. هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې د دولت د ملاتړ تر څنګ دې د شهیدانو کورنیو ته پاملرنه او رسېدنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته