ټولنه

په ننګرهار کې د حاجیانو له څه دپاسه ۵۰۰ ناظمینو څخه آزموینه واخیستل شوه

جلال اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۰ مه
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښارکې د ختيځ زون له ۵۳۳ تنو نارينه او ښځينه ديني عالمانو څخه د حج د ناظمينو د ټاکل کېدو په موخه ازموينه واخیستل شوه.
ځايي چارواکي وايي چې د دغو کسانو له ډلې به ۵۲ تنه د حاجيانو د ناظمينو په توګه وټاکل شي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ازموینې اخیستو پرمهال د حج اوقافو ادارې مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموينه په شفاف ډول واخلي او هغه کسان، چې تر نورو يې لوړې نومرې اخيستې وي د ناظمينو په توګه وټاکي.
د حج اوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وويل، چې په دې ازموينه کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو څخه ۵۳۳ تنو کسانو ګډون کړی، چې له جملې يې لس ښځينه دي.
هغه د ازموينې له شفافيت څخه ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، چې په دې ازموینه کې به هغه کسان بريالي شي، چې له نورو يې لوړې نمرې ترلاسه کړې وي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر بیا د تېری کال په ازموینه نیوکه کوي، خو هیله یې وښوده چې سږنۍ ازموینه شفافه وي او له جملې یې وړ کسان وټاکل شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته