سیاست

د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل /باختر/ د سلواغې د مياشتې ١٩مه
د جمهوري ریاست د راتلوونکو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو، د سیاسي ګوندونو د رهبرانو او د هغوی د استازو په حضورکې مشورتي غونډه جوړه شوه.
د جمهوررئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه، د ټاکنو قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو پر طرحې بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ټاکنو په قانون کې د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره مسوده چمتو شوې، ترڅو د ټولو د نظریاتو پر بنسټ په کې تعدیل عملي شي.
یادې غونډې د جمهوررئیس د دویم مرستیال په مشرۍ دوام وموند او ګډونوالو د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندیزونه په مفصله توګه بیان کړل.
استاد دانش وویل، د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه، بلکې په دې اړه له ۲۰ څخه زیاتې غونډې جوړې شوې او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو محصول دی.
غونډې پرېکړه وکړه، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوو ورځو کې دغه مسوده له هر اړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته