ټولنه

د هرات په ګمرک کې د اسکنر دستګاه فعاليږي

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۷ مه
د اسلام قلعه په ګمرک کې په نږدې راتلونکې کې به د اسکنر دستګاه فعاله شي.
د هرات ولايت دګمرک رييس د دغه ولايت په اداري غونډه کې اعلام وکړ چې د ماليې وزارت د معلوماتو پربنسټ، د اسلام قلعه ګمرک د اسکنر د دستګاه د فعالولو چارې بشپړې شوې او ډير ژر به فعاله شي .
  دغه راز د هرات والي هم د اسکنر دستګاه په فعالولو او د فساد د مخنيوي په لاره کې د هرات ولايت دګمرک د مسوولينو هلې ځلې مهمې وبللې.
  دا په داسې حال کې ده چې د هرات خلک د اسلام قلعه په ګمرک کې د اسکنر دستګاه د بيا فعالولو هرکلی کوي.
د ولايتي شورا غړی توريالی طاهري وايي چې د اسکنر دستګاه بيا فعالول له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د مسوولينو د جديت ښکارندوى دى.
د هرات ولايت د ګمرک د اسکنر دستګاه له زياتو کلونو راپديخوا غير فعاله ده.
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته