امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په لغمان کې ووژل شول .

کابل باختر د سلواغې دويمه :
دطالبانو په ډلې پورې اړوند دوه تنه ماين ښخوونکي په لغمان ولايت کې  دافغان ځواکونو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل  دالينګار ولسوالۍ په تګلوري کې  ماين ښخ کړي  دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دپوځيانو په دې ډزو کې  دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
ده وويل  دغو طالبانو غوښتل دالينګار ولسوالۍ  په لويه لاره کې  چې دلغمان  ولايت  له ګڼ ميشتو لارو څخه دى  ، ماين ښخ کړي .
  وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګن ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونو  په ښخولو لاس پورې کوي .  چې ملکي وګړي  قرباني کېږي .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته