کابل / د کب ۸ مه / باختر
د کورنیوچارو وزارت له ټولو خصوصي او دولتي شرکتونواو بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره دې د خپل مخابراتي سیستم جواز نوی کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: خصوصی او دولتي شرکتونه، بنسټونه، هوټلونه، ملي سوداګرو او یو شمېر هغه کسان چې د جواز پرته فعالیت کوي، ډېر ژر دې جواز ترلاسه کړي او یا دې هم خپل جواز نوی کړي.
د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې هېڅ خصوصي شرکت حق نه لري چې مخابراتي وسایل ترمیم کړي.
دغه وزارت تایید کړه چې له جواز پرته د مخابراتي وسایلو لرل جرم دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.
ع