ښوونه او روزنه

دبلخ له پوهنې سره ددوه سوه ميزونو او څوکيو مرسته وشوه .

  دنبي زاده خيريه مرکز نن دبلخ ولايت دپوهنې له رياست سره  ددوه سوه ميزونو اوڅوکيو مرسته وکړه .

 دباختر اژانس دخبر له مخې له ليسو اوښوونځيو  سره دخيريه موسسو له خوا دپوهنپالو مرستو په دوام دنبي زاده  خيريه مرکز  دبلخ ولايت دمزارشريف ښار دغياث الدين له عالي ليسې سره دسلو  څوکيو  او دشهيد مزاري له ليسې سره دسلو ميزونو مرسته وکړه .

 په هغو غونډو کې چې له همدي امله ددغوښوونځيو په انګړونوکې  جوړي شوي وې دبلخ ولايت  دپوهنې رييس دنبي زاده  له خيريه مرکز څخه دمننې د څرګندولو په ترڅ کې له پوهنې سره دنورو موسسو دلازياتو همکاريو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته