کابل باختر د ثور يوولسمه :
په راتلونکو انتخاباتو کې د سولې او امن د فضا د رامنځته کولو په مقصد پرون د پکتيا ولايت د ښځو د چارو په رياست کې يوه غونډه جوړه شوه .
د پکتياولايت د ښځو د چارو ريېسې د باختراژانس سيمه يېز خبريال ته وويل ؛ په دې غونډه کې چې د دولتي ادارو ، د ملي او نړيوالو موسسو ريېسانو او د مدني ټولنو غړو ګډون کړى و . هغوى د رايې ورکولو د نوم ليکنې په شفاف بهير او په هغه کې د خلکو په پراخ ګډون ټينګار وکړ .
په غونډه کې دغه راز د رايې ورکولو د نوم ليکنې په بهير کې او دغه راز په راتلونکو انتخاباتو کې د ښځو په پراخ ګډون ټينګار وشو او پريکړه وشوه چې؛ د دغه ولايت په ښارونو او کليو کې ښځو ته ښه زمينه برابره کړي څو هغوى وکولاى شي په اسانۍ سره تذکره واخلي او نومونه وليکي . ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل